د سږ کال په تېرو لسو میاشتو کې د چین په انلاین ژوندۍ خپرونو کې د توکو پلورنې ارزښت له ۲۲۰۰ میلیارډو یوانو څخه اوښتی
CMG2023/11/18 11:51:34
شريکول:

د چین د سوداګرۍ وزارت د نومبر په ۱۷مه شمېرې خپرې کړې، چې د سږ کال په تېرو لسو میاشتو کې د انلاين پلورنې له لارې د توکو د پرچون ارزښت ۱۲ ټریلیونه، ۳ سوو میلیارډه یوانو ته رسېدلی او د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۱،۲ سلنه زیات شوی. په دغو لسو میاشتو کې د چین په انلاین ژوندۍ خپرونو کې د توکو پلورنې ارزښت له ۲۲۰۰ میلیارډو یوانو څخه اوښتی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۸،۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د چین د سوداګرۍ وزارت د انلاین سوداګرۍ ادارې مسئول وویل، د دې وزارت په مټ په ټول هېواد کې د ولسوالۍ په کچه د انلاین سوداګرۍ د عامه خدمت څه باندې ۲۶۰۰ خدمتي مرکزونه او د توکو د حمل و نقل مرکزونه جوړ شوي او په کلیو کې د انلاین سوداګرۍ او چټک پوست څه دپاسه ۱۵۰ زره مرکزونه جوړ شوي دي. برسېره پر دې، د چین د انلاین سوداګرۍ لپاره په بهرنیو هېوادونو کې څه باندې ۱۵۰۰ ګدامونه جوړ شوي او د انلاین سوداګرۍ پرمختګ لپاره يې قوي ملاتړ  برابر کړی دی.

(هیله)