د اسرائيلو د ملي امنيت مشاور تزاچي هينيګبي د نومبر په ۱۷مه دا تائيد کړه، چې هره ورځ به د سون توکو دوو باړونکو ګاډیو ته د غزې تړانګې ته د ننوتلو اجازه ورکړي ، تر څو د غزې په تړانګې کې د ککړو اوبو د حلولو له سیستم سره، چې د ويجاړېدو له خطر سره مخ دی، مرسته وکړي.
نوموړي په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ککړو اوبو د حلولو سيستم ويجاړېدل به د غزې په تړانګې کې په لویه کچه د ساري ناروغیو د خپرېدو سبب وشي او هلته به د فلسطين پر ملکي وګړيو او د اسرائيلو د سرتيريو پر ژوند ناوړه اغېزه وکړي. دغه د سون توکي يوازې د فلسطين او اسرائيلو له روانې شخړې مخکې د اسرائيلو لخوا د غزې تړانګې ته د برابرې شوې عادي اندازې له دوه سلنې څخه تر څلور سلنې پورې برخه نیسي. .