د امریکې سانفرانسیسکو ته د رئیس شي جين پينګ د سفر په هکله د وانګ يي څرګندونې
CMG2023/11/18 22:15:10
شريکول:

د امریکې د ولسمشر جوبایډن په بلنه، د چین دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر له ۱۴مې څخه تر ۱۷مې پورې د امریکې سانفرانسیسکو ته سفر وکړ چې له بایډن سره يې ملاقات وکړ او د اېپيک سازمان د غړو مشرانو په ۳۰مه غیررسمي غونډه کې يې ګډون درلود.

د رئیس شي جين پينګ د دې سفر د پای ته رسېدو په درشل، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د یاد سفر په اړه خبریالانو ته مالومات ورکړل.

وانګ يي وویل، اوس په نړۍ کې بې ساري بدلونونه رامنځته کېږي، د چین او امریکې اړیکې د نړیوالو د جدي پاملرنې وړ دي، د اېپيک سازمان د راتلونکي ۳۰ کلن پرمختګ لوري څنګه ټاکل کېږي؟  مختلفې خواوې هم دا تر غور لاندې نیسي. د رئیس شي جين پینګ دغه سفر فعال بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي.

لومړی، دغه سفر يې په نوې زمانۍ کې د چین او امریکې د اړیکو لوري ټاکلی دی.

وانګ يي وویل، د سږ کال له پیل راهیسې، د چین او امریکې اړیکې له ډېرو ننګونو سره مخ وې او دا د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو او هیلو سره سمون نه لري. د دواړو خواوو په ګډو کوښښونو سره په دې وروستیو کې اړیکې يې د ثابتېدو په حال کې دي. دغه ځل رئیس شي له بایډن سره په ۴ ساعتني ملاقات کې د نظریو ژورې او صمیمانه تبادلې وکړې او څه باندې ۲۰ مهمې موافقې يې تر لاسه کړي دي.

دوهم، د دواړو هېوادونو د خلکو قوت يې راغونډ کړل

وانګ يي وویل، رئیس شي جین پينګ د دې سفر په ترڅ کې د امریکې د ملګرو ټولنو د هرکلي په مېلمستیا کې ګډون وکړ او د چین او امریکې د خلکو تبادلې په هکله د ده مهمه وینا يې د ګډونوالو د ډېر هرکلی وړ وګرځېده. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې خلک د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو د ټینګښت مهمه ریښه ده، د دواړو هېوادونو د اړیکو روښانه راتلونکی هم د خلکو له لارې عملي کېږي.

درېيم، د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصاد همکارۍ سازمان د غړو ترمنځ د همکارۍ اصلي نیت يې پراخ کړی

وانګ يي وویل، اېپیک سازمان د اسیا او ارام سمندر سیمې تر ټولو لوړه کچه او پراخې اغېزه لرونکی همکاریز ډګر دی. دغه سازمان په تېرو ۳۰ کلونو کې ستر لاسته راوړنې ګټلې. رئیس شي په اشارې ویلي، دغه سازمان دې په راتلونکو ۳۰ کلونو کې پر همکارۍ او ټولشمولیت ټینګار وکړي او د خپلو بریالیتوبونو په مټ د مختلفو هېوادونو خلکو ته دې رېښتینې ګټې ورسوي.

څلورم، د چین د پرمختګ لار نظریې یې تشریح کړې

وانګ يي وویل، اوس نړۍ د بې ثباتۍ له عواملو څخه ډک ده، بهرنیان هیله لري چې چین د نړیوال اقتصاد د احیا لپاره د خوځنده ماشین په توګه رول لوبولو ته دوام ورکړي. رئیس شي جين پينګ په اشارې ویلي، د چین شلکه عصري کېدو بهیر د چین کمونېست ګوند تر لارښوونې ترسره کېږي او د خلکو د ګډې شتمنۍ او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې جوړونې د هڅولو په موخه دی. فرق نه کوي چې نړیوال وضعیت څنګه بدلېږي، چین د بازاري، قانوني او نړیوال کېدو سوداګریز چاپېریال د ابادۍ اراده او بهرنیو سوداګرو ته د ښو خدمتونو د برابرونې تګلارې نه بدلوي. چین به د نړۍ د سوله ییز پرمختګ لپاره لا زیات خدمتونه ترسره کړي.

(هیله)