د فلسطين د څو خبري رسنيو د خبر له مخې، اسرائيلي پوځ د نومبر په ۱۸مه نېټه د غزې تړانګې په شمال جاباليا کې د کډوالو کمپ پر يو ښوونځي بريد وکړ، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه ووژل شول.
د غزې تړانګې په شمال کې د اندونيزيا روغتون يوې سرچينې ويلي، ښايي چې په بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر به نور زيات شي، اوس د ګن شمېر ټپيانو حالت خطرناک دی او زيات کسان تر خاورو لاندې پاتې دي.