د فليپين د طبيعي پېښو کمېدو او پروړاندې يې د مبارزې دولتي کميټې د نومبر په ۱۸مه نېټه د دې خبر پخلی کړی چې د دغه هېواد په جنوب کې د مينډاناو ټاپو داواو وسيډينټال ولايت ته نږدې سمندري سيمه زلزله وشوه، چې له امله يې لږ تر لږه ۷تنه مړه او ۲ تنه لادرکه شوي دي.
د فليپين د آتش فشان او زلزلې د څېړنې انسټيټيوټ د خبر له مخې، د نومبر په ۱۷مه په ياد ځای کې د ۶ اعشاريه ۸ درجې زلزله وشوه.