د جاپان جیجې پریس (Jiji Press) د نومبر په ۱۶مه د یوې سروې نتیجه خپره کړه چې له مخې يې د صدراعظم فومیو کشدا په مشرۍ د کابینې د ملاتړ انډول 21.3 سلنې ته ټیټ شوی او د ګوښه کېدو اندازې ته نږدې شوی.
یادې سرچینې د روانې میاشتې له ۱۰مې تر ۱۳مې د فومیو کشدا په مشرۍ د کابینې د ملاتړ انډول په هکله یوه سروې ترسره کړه چې 2000 تنو جاپانیانو پکې برخه درلوده. نتیجه يې ښيي چې د فومیو کشدا په مشرۍ د کابینې د ملاتړ انډول 21.3 سلنې ته ټیټ شوی او د مخالفت انډول يې 53.3 سلنې ته لوړ شوی دی.
په دې سره د فومیو کشدا په مشرۍ د کابینې انډول د مسلسلو څلورو میاشتو لپاره له 30 سلنې ټیټ دی.
(هیله)