د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د نومبر په ۱۹مه اعلان وکړ چې د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډ پلاوی به د نومبر په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه چین ته سفر وکړي. په دغه پلاوي کې د سعودي عربستان، اردن، مصر، اندونزیا او فلسطین د بهرنیو چارو وزیران او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان سرمنشي شامل دي.
چین به د دغه پلاوي له استازو سره د فلسطین او اسرائیل کړکېچ د ارامولو، د ملکي وګړیو د ساتلو او د فلسطین مسئلې د عادلانه حلولو لپاره د نظریو ژورې تبادلې وکړي.
(هیله)