اسيا او ارام سمندر سیمه کې پراته هېوادونه به په راتلونکو دېرشو کلونو کې څنګه لازيات پرمختګ وکړي
CMG2023/11/19 14:53:19
شريکول:

د امریکا پر وخت د نومبر په ۱۷مه نېټه د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان (APEC) د غړو د مشرانو دېرشمه غيررسمي غونډه د امريکا په سانفرانسيسکو کې تر سره شوه. په تېرو دېرشو کلونو کې د دې سازمان ۲۱ غړو په ګډه سره په اقتصادي پرمختګ کې د حیرانتیا وړ کارونه ترسره کړي او د ليدو وړ لاسته يې راوړنې درلودلې دي.

پوښتنه دا ده چې  دغه سیمه به په راتلونکو ۳۰ کلونو کې څنګه لازيات پرمختګ ومومي؟ د چین د دولت رئيس شي جين پینګ په خپله وينا کې دغې پوښتنې ته ځواب ورکړی او په دې اند دی چې د يادو غړو کليدي دنده پر ورخلاصون او همکارۍ ټينګار کول او د ګډ پرمختګ موندل دي.

د اسيا او ارام سمندر سيمه په راتلونکو دېرشو کلونو کې څنګه لازيات پرمختګ وکړي؟ موږ باید په تېرو دېرشو کلونو کې د دې سيمې پرمختګ ته بيا کتنه وکړو. په تېرو څو لسيزو کې د دې سيمې د ګمرکي تعرفو منځنۍ کچه له ۱۷ سلنې څخه ۵ سلنې ته راټيټه شوې چې د نړیوال اقتصادي پرمختګ لپاره يې د خدمت انډول په سلو کې اويا برخه نيولې ده. په همدې موده کې د هر تن پر سر عايد څه باندې دوه چنډه زيات شوی او يو مليارډ کسانو له بې وزليتوب څخه ځانونه ژغورلي دي.

په تېرو دېرشو کلونو کې نړیوال پرمختګ له ننګونو سره مخ دی او په نړيوال سياسي جوړښت کې ستر بدلونونه هم راغلي دي او په ځينو سیمو کې کړکېچ لاهم روان دی. یوه پوښتنه دا هم ده چې د اسيا او ارام سمندر سيمې ولې د پولي بحران تر څو ځلې ننګونو وروسته لا هم عجيب او د حیرانتیا وړ کارونه کړي دي؟

د سانفرانسیسکو اعلاميه چې په ياده غونډه کې تصويب شوه، راغلي چې له دېرشو کلونو راهيسې اړوندو خواوو د دې سازمان پر موخې ټينګار کړی چې دغې سيمې د نړيوال اقتصاد مخکښه سيمه ګرځېدلې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د دې سازمان موخه تل داسې ده چې غړي يې د توپيرونو د موجوديت ترڅنګ ګډې نظريې لټوي او پرانيستې او ټولشموله همکاريزه مفکوره غوره کوي او تل پرمختګ ته پاملرنه کوي.

هغه کسان چې د چين پرمختګ ته ډېر پام اړوي، دا يې درک کړې چې «باکيفيته» د چين د پرمختګ لپاره يو کليدي لغت دی. د چين باکيفيته پرمختګ د اسیا او ارام سمندري سيمې له باکيفيته پرمختګ سره څه اړيکې لري؟ د چین د تیان جین ښار د (نان کای) پوهنتون د اېپيک د څېړنيز مرکز مسؤل ليو چن يانګ د چین میډیا ګروپ خبريال ته داسې وويل چې چين د ځاني اقتصادي پرمختګ له لارې د نوښت، زرغون پرمختګ او ورخلاصون په شمول د باکيفيته پرمختګ په اړه مفهوم ښه پوهېږي او هيله لري چې اړوندې تجربې د سيمې له نورو اقتصادونو سره شريکې کړي تر څو د اېپیک غړي اقتصادونه ګډ پرمختګ ومومي. د سانفرانسيسکو اعلامیې پر دې ټينګار کړی چې د دې سازمان غړي به دواملرونکي پرمختګ، يو له بل سره وصل کېدو، نوښت او ټولشموليت ته لومړيتوب ورکړي. له دې محتوا څخه د چين د اړوندو تګلارو ادعاوې هم ښکاري.

ياده سيمه به څنګه په راتلونکو دېرشو کلونو کې پرمختګ وکړي؟  د چين د دولت رئیس شي جين پینګ په دې غونډه کې څلور فقره ييز وړانديز وکړ او و يې ویل: موږ دې د نوښت له لارې د اقتصادي پرمختګ پر موندلو، ورخلاصون، زرغون پرمختګ او يو له بل سره د ګټو پر شريکولو ټينګار کړو. په دې جمله کې پر ورخلاصون، همکارۍ او ګډ پرمختګ د ټينګار کولو مفکوره تل ياديږي چې دا هم د رئيس شي جين پینګ لايحې بنسټ دی او په تېرو دېرشو کلونو کې د يادې سيمې د پرمختیایي تجربو لنډيز هم دی.

چين له اوږدې مودې راهيسې د اسيا او ارام سمندر سيمه کې پرتو اقتصادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره خپله اصلې موخه نه ده بدله کړې او نه يوازې په دې برخه کې يې نورو ته ګټورې تجربې ورکړې، بلکې خپلې ډېرې هڅې يې کړې دي. چین به په راتلونکو دېرشو کلونو کې د چيني شکله عصري کېدو، په دې سيمه کې د باکيفیته پرمختګ د ودې او د ۲۰۴۰ کال د (پوترياجيا) لرليد د پلي کولو لپاره هڅې وکړي تر څو د نړۍ د عصري کېدو لپاره خوځنده قوت برابر کړي.