د سمندر ساتونکي ـ ۳په نامه پر سمندر باندې د چين او پاکستان ګډ تمرين پای ته ورسېد
CMG2023/11/19 10:43:51
شريکول:

د سمندر ساتونکي ـ ۳ په نامه پر سمندر باندې د چين او پاکستان اووه ورځنی تمرين د نومبر په ۱۷مه نېټه په کراچۍ کې پای ته ورسېد. په دغه تمرين کې ګډون کوونکو سرتيريو په همغږۍ او همکارۍ سره ټول ټاکلي پلانونه بشپړ کړي او تمرين ټاکلي هدف ته رسيدلی دی.

دغه تمرین د نومبر په ۱۱مه نېټه پیل شو او په بندرونو کې د تبادلې او پر سمندر د تمرين په دوو پړاوونو کې تر سره شوی. چين او پاکستان لومړی مسلکي تبادلې تر سره کړې او يو له بل څخه د ليدنې په شمول فعاليتونه تر سره شوي. د نومبر په ۱۴مه نېټه پر سمندر باندې ګډ تمرين شروع شوی، چې د چين او پاکستان سرتيريو د عربي سمندر په شمالي برخه کې د چورلکو د کښته کېدو او د ګډې ژغورنې په شمول لسو برخو کې ګډ تمرينونه کړي دي. د دواړو خواوو پوځونو پر لومړي ځل ګډه سمندري ګزمه ووهله.