نړيوالو شخصیتونو د ايپيک د مشرانو په ۳۰مه غير رسمي غونډه کې د شي جين پينګ د وینا ستاینه کړې
CMG2023/11/19 15:05:34
شريکول:

د ايپيک د مشرانو په ۳۰مه غير رسمي غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وينا په نړيواله ټولنه کې تاوده بحثونه راپورته کړي. نړيوال شخصيتونه په دې نظر دي، چې شي جين پينګ د عصري پرمختګ عمومي تمايل درک کړی، د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکارۍ تمې يې پراخې کړی، د دې سيمې د راتلونکو ۳۰ کلونو طلايي فرصت لپاره يې د پرمختګ لوری روښانه کړی. يقين دی، چې چين به د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکاريو هڅونه وکړي، ترڅو دغه سیمه لا زياتې لاسته راوړنې ومومي او دغې سیمې حتی ټولې نړۍ ته لا زيات خدمتونه وکړي.

د پيرو د صادراتو ټولنې مشر او د بهرنۍ سوداګرۍ او سيلانۍ پخواني وزير سيلوا ویلي چې د شي جين پينګ په وينا کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډې ټولنې جوړولو پر اهميت ټينګار شوی او دا يې څرګنده کړې چې رئېيس شي جین پينګ لرې ليد لري، دا د لاتينې امريکا هېوادونو لپاره د زده کړې وړ ده.


د روسیې شنونکي ايګور سچنوشينکو ویلي چې د اسيا او ارام سمندر سیمې هېوادونه زيات دي او د فرهنګ او اقتصاد د پرمختګ سویې يې مختلفې دي، رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې د دې سیمې د پرانيستې، فعالې، قوي او سوله ايزې ګډې ټولنې د جوړونې وړاندیز واقعي اهميت لري.

د جنوبي افريقا د کاپيتون پوهنتون د سياسي علومو څانګې مشر ليونارډ ویلي، کله چې رئيس شي جين پينګ په جنوبي افريقا کې د بريکس د مشرانو په غونډه کې ګډون درلود،  د ده لخوا وړاندې شوي د ګردې نړۍ د پرمختګ وړانديز ته مې ډېره پاملرنه کړې. چين د بېوزلۍ کمولو په برخه کې زياتې تجربې لري او په تېرو ۴۰ کلونو کې په چين کې له بې وزلۍ څخه د ډېر نفوس د وتلو لاسته راوړنې موندل شوې. د سيمه ييز پرمختګ له لحاظه، دغه تجربې نه يوازې د چين، بلکې د اسيا او ارام سمندر سیمې د هېوادونو د پرمختګ لپاره رغنده رول لري.

د نړيوالو شخصيتونو په اند، د اسيا او ارام سمندر سیمې تل د نړيوالې پرانيستې او پرمختګ مخکښ مقام لري، چين د سيمه یيز اقتصاد د پرمختګ مهم انجن دی. رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې ټولو ته د ګټو رسولو او شريکولو نظر څرګند کړ او له دې څخه ښکاري، چې چين له نړۍ سره د تګ راتګ نه بدليدونکي هدفونه او اصول لري او په دې اړه واقعي هلې ځلې تر سره کوي.