پوتین: د لوړې سویې متقابل باور د روسیې او چین ترمنځ د بریالۍ همکارۍ بنسټ دی
CMG2023/11/19 10:59:26
شريکول:

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د نومبر په ۱۷مه نېټه د ساینټ پیترسبورګ د نهم نړیوال کلتوري فورم په عمومي غونډه کې وویل، د روسیې او چین ترمنځ اړیکې بې سارې لوړې سویې ته رسېدلې، دا د دواړو خواوو د بریالۍ همکارۍ بنسټ دی. د روسیې او چین ترمنځ تبادلې د نړیوال وضعیت د ارامولو لپاره رغنده رول لري.

نوموړي وویل، د چین دولت رئیس شي جين پينګ تل د کلتور، ښوونې او سپورټ په شمول ځینو موضوعاتو کې له روسیې سره همکاريو ته ډېره پاملرنه کوي او دا د دواړو هېوادونو په اړیکو کې مهمه برخه ده، د روسیې او چین خلک یو د بل له کلتور سره ډېره علاقه لري. هغه باور څرګند کړ چې د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کال د روسیې او چین کلتوري کال په نوم تبادلوي فعالیت به هرومرو بریالی شي.

(هیله)