سروې: د جاپان له کابينې د خلکو د ملاتړ کچه بې سارې ټيټه شوې
CMG2023/11/20 10:54:14
شريکول:

د جاپان ماينيچي شيمبون ورځپاڼې د نومبر په ۱۹مې نېټې د یوې سروې پایله خپره کړې، چې له مخې يې د دغه هېواد د لومړي وزیر فومیو کیشیدا په مشرۍ له کابینې څخه د خلکو د ملاتړ کچه ٪۲۱ ته ټيټه شوې ده، چې دا د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر کې واک ته له راسېدو راهيسې له دغې کابېنې د ملاتړ تر ټولو ټيټه کچه ده.

د سروې پایله ښيي، چې د کیشیدا له کابینې د خلکو د ملاتړ کچه د اکتوبر په پرتله ۴ سلنه ټیټه شوې او د ناملاتړ کچه یې ۶ سلنه زياته او ۷۴ سلنې ته رسیدلې ده چې نوی ریکارډ يې جوړ کړی دی.

جاپاني رسنیو له لومړي وزیر فومیو کیشیدا څخه د جاپانيانو د ملاتړ دوامداره کمښت اصلي لامل دا ښودلی، چې دوی د کابینې له نوې اقتصادي پالیسۍ راضي نه دي او نوې رسوايي يې بولي، چې د همدې له امله د کابینې څو غړو استعفاوې ورکړې دي.