حماس: په غزې کې د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو له امله له ۱۳ زرو زيات کسان وژل شوي
CMG2023/11/20 14:22:55
شريکول:

د حماس رسنيز دفتر د نومبر په ۱۹مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د فلسطين او اسرائيل په روان جنګ کې په غزې تړانګې کې له ۱۳ زرو څخه زيات کسان وژلي او له ۳۰ زرو زيات يې ټپيان کړي دي.

اعلاميه وايي، چې د وژل شويو کسانو په شمېر کې ۵ زره او ۵ سوه ماشومان او ۳ زره او ۵ سوه ښځې شاملې دي او شاوخوا ۶ زره کسان نور تری تم دي.

د فلسطين او اسرائيل په روان جنګ کې تر دې دمه ۲۰۱ طبي کارکوونکي، ۲۲ ملکي دفاع کارکوونکي او ۶۰ خبريالان وژل شوي او له امله یې په غزې تړانګې کې ۲۵ روغتونونه او ۵۲ طبي مرکزونه تړل شوي شوي دي.