د ارجنټاين د ټاکنو خپلواک کميسيون د نومبر د ۱۹مې نېټې په شپه د ولسمشريزو ټاکنو پایلې اعلان کړي، چې له مخې يې د دغه هېواد د افراطي ښي اړخي ټاکنيز ائتلاف نوماند جاوير ګرارډو ميلي د ولسمشريزو ټاکنو په دوهم پړاو کې بريالی شوی دی.
د ارجنټاين د ټاکنو خپلواک کميسيون ويلي، تر دمه يې ۹۴.۰۹٪ رايې شمېرلې دي، چې له مخې يې جاوير ګرارډو ميلي ۵۵.۸۰٪ رايې تر لاسه کړي او د کيڼ اړخي د وطن ائتلاف نوماند سېرګيو توماس ماسا ۴۴.۱۹٪ رايې تر لاسه کړې دي.