د چين د عالي ټکنالوژيو ۲۲م نندارتون کې د معاملو ارزښت۲۷۹ .۳۷ مليارډو یوانو ته رسيدلی
CMG2023/11/20 10:40:16
شريکول:

د چين د عالي ټکنالوژيو ۲۲م نندارتون د نومبر په ۱۹مې نېټې پای ته ورسېد او  د معاملو ارزښت یې ۳۷۲۷۹ ميلیونو یوانو ته رسېدلی دی.

د چين د عالي ټکنالوژيو سږنی نندارتون ((د نوښتي ځواک هڅونه د پرمختګ کيفيت لوړول) په عنوان ترسره شوی او شاوخوا ۲۴۸ زرو کسانو ترې لېدنه کړې ده.

په دغه نندارتون کې چې عمومي مساحت يې ۵۰۰ زره متره مربع ته رسېدلی، د ۱۰۵ هېوادونو او سيمو څه باندې ۴۰۰۰ تصديو ګدون کړی، ١٣٢ مهم فعالیتونه ترسره شوي او ۶۸۱ ډوله نوي توليدات يا پايلې ښودل شوي دي.