د ورېښمو لارې نړيوال نندارتون د کمربند او لارې پر نوي پرمختګ وڅرخېد
CMG2023/11/20 12:27:45
شريکول:

د ورېښمو لارې اووم نړيوال نندارتون او د چين د ختيځ او لوېديځ د همکاريو او پانګونو سوداګريزه ناسته د نومبر له ۱۶ مې نېټې څخه تر ۲۰ مې نېټې پورې د چين د شاان شي ولایت په شي‌ان ښار کې ترسره شوه او د تاجکستان او اذربایجان په ګډون د څه باندې ۵۰ هېوادونو او سيمو استازو پکې ګډون کړی و او د کمربند او لارې د نوي باکيفيته پرمختګ په موندلو يې بحثونه کړي وو.

په شي‌ان ښار کې د کمبوډيا لوی قونسل شینګ بو د ياد نندارتون پر مهال د کمربند او لارې د ابادوونکو هېوادونو او سيمو د اقتصادي او سوداګريزو همکاریو په ناسته کې وويل، چې هېواد يې په فعاله توګه د کمربند او لارې په پروژو کې ګډون لري او په دې چوکاټ کې يې له چين سره ګډې همکارۍ د زېربناوو، سوداګرۍ او پانګونو او اتصال په ګډون په بېلابېلو برخو کې پيل کړې او داسې ګټې يې ترې پورته کړې، چې د خپل پرمختګ د موخو په پوره کولو کې ورسره مرسته کوي.

په بېجينګ کې د اذربایجان سفارت د سوداګريزو چارو استازي او مختار وزير ايمور ناديروغلو وويل، چې هېواد يې په ۲۰۱۵م کال کې د ورېښمو لارې د اقتصادي دهلېز د ابادۍ په اړه يادښت لاسليک او په دې سره يې د کمربند او لارې د ګډو همکاريو لړۍ پيل کړه او په جريان کې يې له خپلو جغرافيايي ځانګړتياوو په ګټې اخيستنې خپلو زېربناوو ته پرمختګ ورکړی، څو د اسیا او اروپا ترافيکي محور وګرځي.

د نوموړي په وينا، په ۲۰۲۲م کال کې له اذربايجان څخه د ترانزيت شوو مالونو په اندازه کې ٪ ۷۵ زیاتوالی راغلی او په راتلونکې کې به يې شانګهای، جنګجو او هانکانګ ته هوايي پروازونه زيات شي، چې په اذربايجان کې د مالونو د ترانزيتي محورونو، هوايي ډګرونو  او بندرونو د جوړولو لپاره ډېرې مرستې کوي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې په چين کې د اذربايجان د خوړو او څښاک توليداتو تقاضا زیاته ده، له ۲۰۱۸م کال راهيسې د چين په بېجينګ، چينګداو، جانګ جيا جه، شانګهای او ارومچي په ګډون یو شمېر ښارونو کې د اذربايجان د تولیداتو ځانګړي نندارځي او د انګورو شراب پلورنځي پرانيستل شوي دي.

د ورېښمو لارې په اووم نړیوال نندارتون کې د اذربايجان ملي نندارځی د نومبر په ۱۷ مه نېټه رسماً پرانيستل شو او پکې د دغه هېواد د انارو شراب او شربت، لاسي غالۍ او د انګورو شراب په ګډون څه باندې ۶۰ ډوله اذربايجاني توليدات نندارې ته وړاندې شوي او د دغه هېواد جذابيت ورسره ښودل شوی دی. ښاغلي ايمور ناديروغلو هيله وښوده چې د اذربايجان په ياد ملي نندارځي کې د کلتوري تبادلې او اقتصادي همکارۍ په اړه ناستې او ډول ډول فعاليتونه په منظمه توګه ترسره شوي او په بېلابېلو برخو کې د اذربايجان او چين ترمنځ همکارۍ نورې هم ژورې شوې.

هيټاچي انرژي شرکت (Hitachi Energy) له ډېرو کلونو راهيسې د چين په شاان شي ولایت کې پانګونې کړې او د روان کال په جون کې يې د دغه ولایت په مرکز شي‌ان ښار کې د برېښنايي توليداتو د جوړولو مرکز پرانيستی دی. دغه مرکز په نړۍ کې د ياد شرکت د برېښنايي سيستم د کپاسیټور د جوړولو تر ټولو لوی مرکز دی. په چيني زون کې د ياد شرکت د استازولۍ مرستيال ماو شيو جي وويل، چې کمربند او لار دغه شرکت ته ډېر بازاري فرصتونه برابر او په چين کې يې پر پانګونې باور ټينګ کړی دی.