د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت خبري اژانس د نومبر په ۲۰مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د دفاع وزارت د تجهيزاتو د عمومي ادارې مرستيال د امريکا هغه پرېکړه سخته غندلې، چې غواړي پر کوريا جمهوريت(جنوبي کوريا) او جاپان د لوړې ټکنالوژۍ وسلې وپلوري او په وينا يې، د امريکې دغه ګام به سيمه ييز تاوتريخوالی نور هم جدي کړي.