اسرائيلي ځواکونو د اردن سيند په لوېديځې غاړې سخت بريدونه کړي
CMG2023/11/20 11:22:39
شريکول:

اسرائيلي ځواکونو د نومبر په ۱۹مې نېټې په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې له تېر ماښام څخه د ۱۹مې نېټې تر سهار پورې يې د اردن سيند په لوېديځې غاړې د جنين او باراتا د کډوالو په کمپونو د لوا په کچه سخت بريدونه کړي دي.

د فلسطين ولسمشر محمود عباس د ۱۸مې نېټې په ماښام پر امريکا غږ کړی، چې د غزې تړانګې د بشري ناورين د سختېدو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي او خپل مسئوليت دې پر غاړه واخلي.

 

اسرائيلي ځواکونو په يادې خبرپاڼې کې ویلي، چې سرتيرو يې په يادو عملیاتو کې د فلسطين ټولټال ۳۸ " شکمن وسله وال " نیولي او په دوی کې یې ۲۰ کسان له يادو دوو کمپونو پورته کړي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې اسرائيلي ځواکونو د اکتوبر له اوومې نېټې يعنې د جګړې د نوي پړاو له پيلېدو راهيسې، د اردن سيند په لوېديځې غاړې کې شاوخوا ١٨٠٠ فلسطيني " شکمن وسله وال " نيولي، چې په دوی کې يې تر ۱۱۰۰ زيات په حماس پورې اړه لري.

د فلسطين ولسمشر محمود عباس د نومبر د ۱۸مې نېټې په ماښام په يوې ټلويزيوني وينا کې ويلي، چې امريکا نړيوال حيثيت او پر اسرائيل پراخه اغېزه لري او د فلسطين او اسرائيل تر منځ د روانې جګړې مسئوليت واشنګټن ته ور ګرځي.

نوموړي پر امريکا غږ کړی، چې سمدلاسه پر غزې تړانګې د اسرائيل د تيري او د غزې د بشري ناورينونو د لا سختېدو مخنيوی وکړي.

عباس په ټينګار ويلي، چې فلسطينيان به په خپل ټاټوبي کې په ازادۍ ژوند کوي، خپله خاوره او قانوني حقونه به تر لاسه کوي او يو خپلواک فلسطين به جوړوي.

(ژباړه: شکريه)