د یمن د حوثي وسله والې ډلې ویاند العمید یحیی سریع د نومبر په ۱۹مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې په سور سمندرګي کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې يوه اسرائیلي کښتۍ نیولې او بېرته يې د یمن په لوري ستانه کړې ده.
یحیی سریع ویلي، ټولې هغې کښتۍ چې اسرائیلي شرکتونو پسې تړاو لري او يا يې چلوي او يا هم اسرائيلي بیرغ پرې ځوړند وي، د بريدونو هدف به یې وګرځوي.
هغه له ټولو هېوادونو غوښتي، چې په سور سمندرګي کې له اسرائيلي کښتيو خپل اتباع وباسي.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو او د دغه هېواد صدراعظمۍ ماڼۍ ويلي، چې ياده کښتۍ د اسرائیل نه وه او پکې ناست ۲۵ کسان د اوکراین، بلغاریا، فیلیپین او مکسیکو اوسیدونکي وو.