شي جين پينګ: دا پروخت او لازمه ده چې د برېکس هېوادونه په اوسني وضعيت کې د فلسطين او اسرائيلو د مسئلې په هکله عادلانه او سوله ييز اواز پورته کوي
CMG2023/11/21 22:06:10
شريکول:

د چین د دولت رییس شي جین پينګ د نومبر د ۲۱مې نېټې په شپه له بېجينګ څخه د فلسطين او اسرائيلو د مسئلې په هکله د برېکس په ځانګړې انلاين سرمشريزه کې ګډون کړی او دغې غونډې ته يې يوه مهمه وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې ويلي، دا پروخت او لازمه ده چې د برېکس هېوادونه په اوسني وضعيت کې د فلسطين او اسرائيلو د مسئلې په هکله عادلانه او سوله ييز اواز پورته کوي.