د چين انرژۍ ملي ادارې د نومبر په ۲۰مې نېټې د برېښنا د توليد لس مياشتنۍ احصائيه خپره کړې، چې له مخې يې د روان کال په تېرو لسو مياشتو کې(جنورۍ ـ اکتوبر) په دغه هېواد کې د جنراټورونو عمومي ظرفيت ۲،۸۱ ميليارډو کيلو واټو ته رسېدلی، چې د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت ۱۲،۶ سلنه زياتوالی ښيي.
په يادې جملې کې د لمريزې برېښنا ظرفيت ۵۴۰ ميليونه کيلو واټه ښودل شوی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۷ سلنه زياتوالی ښيي او د بادي برېښنا ظرفيت يې۴۰۰ ميليونه کيلو واټه ښودل شوی، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په مقايسه ۱۵،۶ سلنه زياتوالی ښيي.
(ژباړه: شکريه)