د امریکا بهرنیو چارو وزارت د نومبر په ۲۰ مې نېټې له اوکراین سره د اضافي پوځي مرستو د نوي پړاو اعلان کړی دی.
امریکا به د مرستو په نوي پړاو کې اوکراین ته د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت وسلې، تجهیزات او اړوند خدمات برابر کړي او سرتېرو ته به یې روزنه او ټرانسپورټي وسیلې ورکړي.