چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د نومبر رئيسه هېواد دی او د همدې مياشتې په شلمې نېټې يې د ګډ پرمختګ له لارې د دايمي سولې د رامنځته کولو په پار د يوې غونډې مشري کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون يادې غونډې ته په وينا کې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د خونديتوب مسئلې ته په ژور او پراخ نظر وګوري او په دې برخې کې دې انکشافي نيمګړتياوې حل او د پرمختګ له لارې دې سوله رامنځته کړي او د دايمي سولې يوه هراړخيزه او اغېزمنه لاره دې پيدا کړي.
نوموړي په نړۍ د بنسټيز، ټولشموله او دوامدار پرمختګ رامنځته کول د بېلا بېلو هېوادونو د دايمي سولې او خونديتوب بنسټ بللی دی او په وينا يې، د امنیت شورا په اجنډا کې زياتره ګرمې او د پام وړ مسئلې پرمختيايي سيمو پورې تړاو لري او په دغو سيمو کې بېوزلي او د پرمختګ نه برابري په پراخه کچه شتون لري.
متقابل اعتماد او ګډ پرمختګ د نړيوال سولې د ساتنې اغېزمنه لاره ده.
جانګ جون ويلي، چې ځينې هېوادونه د ډيموکراسۍ او بشري حقوقو د ساتنې په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي او حتی پر ځينو خپل اداري او حکومتوالۍ ميکانيزم په زور تپي، چې پايله يې د نښتو او شخړو او کډوالۍ سبب کيږي.
د نوموړي په خبره، يادې کړنې به هرومرو پر زورواکو هېوادونو هم ناوړه اغېزې وکړي.
(ژباړه: شکريه)