ولې چين د نړيوالې پانګونې بې بديله منزل بلل کېږي؟
CMG2023/11/21 14:05:02
شريکول:

 

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ په دې وروستیو کې د امريکا په سانفرانسیسکو کې د اېپيک غونډې پرمهال بهرنيو سوداګرو ته وويل، چين د پانګونې د منزل تر ټولو ښه استازی بلل کېږي او راتلونکی غوره منزل به بيا هم دغه هېواد وي، نوموړي همدارنګه بهرنيو سوداګرو ته بلنه ورکړه چې په چين کې پانګونې ته دوام ورکړي.

نوموړي ولې پر چين ډېر باور لري؟

مکینسي نړیول څېړنيز مرکز (mckinsey) د شمېرنې او وړاندوينې له مخې، په ۲۰۲۰م کال کې د چين ۵۵ ښارونه د لوړ عايد لرونکو ښارونو په لیست کې شامل شوي چې د دغو ۵۵ ښارونو نفوس يې د دغه هېواد په عمومي نفوس کې ٪ ۲۷ جوړوي. په ۲۰۳۰م کال کې به په چين کې د لوړ عايد لرونکو ښارونو شمېر ۹۳ ته پورته شي چې نفوس به يې د دغه هېواد په عمومي نفوس کې ٪ ۴۴ ونیسي. د ياد مرکز نظر ښودلې چې، که په نړۍ کې د هغه بازار پيدا کول وغواړئ، چې د اقتصادي ودې ډېر امکانات لري، نتيجه يې په ډېرې اسانۍ پيدا کېږي.

بهرنيو پانګوالو په تېرو څو کلونو کې د چین بازار ته د لار موندنې لپاره ډېرې هڅې کړې او دغه بازار ته په رغنده او ښه نظر ګوري. د چين په زون کې د مکډونالډس (McDonald's) لومړي اجرائيوي رئيس جانګ جيا ين وويل، چې د چين ستر بازار او قوي استهلاکي ځواک يې د مکډونالډس پرمختګ ته بې بديله فرصتونه برابر کړي دي. د جانسون او جانسون (Johnson & Johnson) شرکت د مرستيال مدير سونګ وې چون وویل، چې چين بشپړ صنعتي سيستم لري او اقتصادي پرمختګ يې ډېر امکانات لري. د چين په زون کې د لوريل (L’ORÉAL) لومړي اجرائيوي رئيس في بو ري د چين سوداګريز چاپېريال ډاډمن وباله او ويې ويل چې دغه چاپېريال بازار ته ډېر نوښتګر بدلونونه راوړي دي.

چين د نړیوال پرمختګ تر ټولو لوی انجن(ماشین) بلل کېږي او په روان کال کې يې نړيوال اقتصادي پرمختګ ته خدماتي انډول له يوې پر درېيمې برخې زیات شي. د پيسو نړيوال صندوق د ۲۰۲۳م کال لپاره د چين جي ډي پي وړاندوينه ٪ ۵.۴ ته لوړه کړې او د ګولډمن ساچس(Goldman Sachs) او يو بي اېس(UBS) په ګډون بهرنيو پولي ارګانونو هم په دې وروستيو کې د ۲۰۲۴م کال لپاره د چين د اقتصادي پرمختګ د لرليد راپور خپور کړی چې له مخې به يې د دغه هېواد اقتصاد په مداومه توګه د بيا غوړېدو په حال کې وي.

سربېره پردې، چين يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه نفوس لري چې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو تر عمومي نفوس زياتوالی ښيي. وړاندوينه شوې چې په راتلونکو ۱۵ کلونو کې به په چين کې د منځني عايد لرونکو شمېر له ۴۰۰ ميليونو تنو څخه  ۸۰۰ ميليونو تنو ته زيات شي. د امریکا د بي ال کې (BLK) عمومي منیجر جانګ د چين بازار د پرمختللو بازارونو په شان ډېر ثابت او باکيفيته بللی، دغه راز د نويو مخ پر ودو بازارونو په شان د چټک پرمختګ امکانات هم لري.

سږکال په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو ۴۵ مه کليزه او د اېپيک د مشرانو د غير رسمي غونډې ۳۰ مه کليزه ده. د چین په لومړيو لسو سوداګريزو همکارانو کې ۸ هېوادونه د اېپيک غړي دي. دغه راز چين د اېپيک د ۱۳ اقتصادونو لومړی لوی سوداګريز همکار دی. د چين دولت رئيس د اېپيک د روانې غونډې پر مهال د دغه هېواد د ورخلاصون يو لړ نوي تدبيرونه اعلان کړي دي، د بېلګې په توګه چين به د بهرنيو پانګونو د حقونو د ساتلو ميکانيزم جوړ او اصلاح او چين ته به د بهرنيو پانګونو پر  ننوتلو محدوديتونه نرم کړي.  دا د دې ښودنه کوي چې چين د خپل سوداګريز چاپېريال په اصلاح کولو او بهرنيو پانګوالو ته د غوره خدمتونو په برابرولو کې ټينګه اراده لري.

 

په چین کې د امريکايي تصديو ټولنې د سروې نتيجه ښيي، چې په چين کې ٪ ۶۶ امريکايي تصدۍ غواړي په راتلونکو دوو کلونو کې په دغه هېواد کې زياتې پانګونې وکړي. د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې په چين کې ۴۱۹۴۷ بهرنۍ تصدۍ نوې جوړې او ثبت شوې دي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۳۲.۱ زياتوالی ښيي. دغه شمېرې پر چيني بازار د بهرنيو پانګوالو د ټينګ باور ښودنه کوي.