شي جين پينګ او ولاديمير پوتين د چين او روسيې د واکمنو ګوندونو د ډيالوګ لسمې غونډې ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي
CMG2023/11/21 10:05:46
شريکول:

د چين او روسيې د واکمنو ګوندونو د ډیالوګ ميکانيزم لسمه غونډه د نومبر په ۲۰مې نېټې په ويډيويي بڼه ترسره شوه.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يادې غونډې ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي دي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې اوسنۍ نړۍ د ګډوډۍ او بدلون له نوي پړاو سره مخ ده. د چين او روسيې اړيکې د نړيوال بدلون له سختې ازموينې څخه وتلي، د پرمختګ لوړه سويه یې ساتلې او د لويو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ لپاره يې یوه بېلګه جوړه کړې او هم يې د نړۍ د باثباته پرمختګ د تر لاسه کولو لپاره ستراتيژيک ارزښت برابر کړی دی.

شي جين پينګ زياته کړې، راتلونکی کال د چين او روسيې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کاليزې سره برابر دی. چين به له روسيې سره له تاريخي تمايل سره سم ښه ګاونډيتوب، دوستي او د متقابلو ګټو پر بنسټ هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو پرمختګ او سمسورتیا ته به اغېزمنه وده ورکړي او نړۍ ته به نور هم ثبات او خوځنده ځواک ور په برخه کړي.

پوتين په خپل پيغام کې ويلي، چې د روسيې او چين هراړخيزوستراتيژيکو همکاريو په تاریخ کې تر ټولو لوړه سويه ساتلې او دواړو هېوادونو د اقتصاد، ټرانسپورټ، انرژۍ، انساني تګ راتګ او کلتوري تبادلې په برخو کې ډېرې لويې همکاریزې پروژې پلې کړي او د شانګهای همکارۍ سازمان او برېکس په ګډون د څو اړخيزو ميکانيزمونو له لارې يې خپل دريځونه همغږي کړي دي.

نوموړي ويلي، چې روسیه او چين به خپلمنځي همکارۍ نورې هم نږدې کړي، سترې نړيوالې مسئلې به حل کړي او د لاعادلانه او ډیموکراتیک نړیوال نظم د جوړولو لپاره به کوښښونه وکړي.