شي جين پينګ د فرانسې له ولسمشر ایمانویل ماکرون سره ټلېفوني خبرې وکړې
CMG2023/11/21 09:43:02
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په شلمې نېټې له خپل فرانسوي سیال امانویل ماکرون سره ټلېفوني خبرې کړي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو ورسره غږیدلی دی.

نوموړي له ماکرون سره په خبرو کې ويلي، چې چين به له فرانسې سره د لوړې کچې تګ راتګ وساتي، د چين او فرانسې د انساني تګ راتګ او کلتوري تبادلې د د لوړې کچې ميکانيزم نوې غونډه به ترسره کړي، د پوهنې، کلتور او علمي څېړنو په برخه کې به ورسره نوي پرمختګ ته وده ورکړي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستانه تبادلې به په خوځښت راولي.  

شي جين پينګ ويلي، چين به له فرانسې سره د ملګرو ملتونو په ګډون په څو اړخيزو نړيوالو سازمانونو کې هم همکارۍ پياوړې کړي.

نوموړي زياته کړې، چې سږ کال د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د ټينګېدو له شلمې کاليزې سره برابر دی او هيله يې ښودلې، چې دواړه خواوې د اوسنۍ پيچلې نړۍ پر وړاندې د متقابلو ګټو پر بنسټ همکاريزې اړيکې ټينګې کړي او فرانسه د چين او اروپايي ټولنې د اړيکو د مثبت پرمختګ لپاره رغنده رول ولوبوي.

ماکرون په خپلو خبرو کې ويلي، چې هېواد یې غواړي په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون غونډې په اړه له چين سره نژدې تماس وساتي او له اقليمي بدلون سره د مقابلې او د بيولوژيکي تنوع د ساتنې په شمول نړيوالو مسئلو کې ورسره دوامدارې همکارۍ وکړي.

ماکرون ويلي، چې فرانسه به د متقابل درناوي او متقابلو ګټو همکاريو په روحيې د اروپايي ټولنې او چين ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکو د پرمخبیولو لپاره هڅې وکړي.