افغاني سرې میاشتې ټولنې په کابل پر ۵۰۳ بېوزلو کورنيو نغدي مرسته ويشلې او هرې کورنۍ ته يې ۵ زره افغانۍ ورکړې دي.
يو شمېر بېوزلې مېرمنې وايي، چې دغه مرستې د دوی د درد دوا نه شي کېدای او له مرستندويه بنسټونو د لاسنيوي غوښتنه کوي.