د اسرائيل "هارېتز" ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد کابينې د نومبر د ۲۲مې نېټې په سهاروختي له حماس سره د لنډمهالي اوربند هوکړې ته رايه ورکړې ده.
د هوکړې له مخې، دواړه خواوې به د يو بل د بنديانو بدل کړي. هارېتز" د اسرائيل د يوه لوړپوړي چارواکي په قول ويلي، چې حماس به د ۵ ورځني لنډمهالي اوربند په ترڅ کې ۵۰ اسرائيلي بنديان خوشي کړي، چې په دوی کې ۳۰ ماشومان، د ۸ ماشومانو میندې او ۱۲ نورې ښځې شاملې دي.
خبر وايي، چې د اسرائيل د دفاعي ځواکونو، ملي امنيت ادارې او استخباراتي ادارې (موساد) په ګډون امنيتي ارګانونه له دغې موافقې څخه ملاتړ کړی دی.
هارېتز" ورځپاڼې د يوه اسرائيلي چارواکي په قول ويلي، چې حماس به په ورته وخت کې له اړوندو هېوادونو سره د شوې هوکړې له مخې ځینې بهرنیان هم خوشې کړي.
(ژباړه: شکريه)