د عربي او اسلامي هېوادونو د خارجه وزیرانو پلاوی چین ته راغلی
CMG2023/11/22 22:29:03
شريکول:

د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډ پلاوی د نومبر په ۲۰مه د سعودي عربستان د خارجه وزير فیصل بن فرحان ال سعود په مشرۍ د فلسطين مسئلې د منځګړيتوب لپاره چین ته سفر وکړ. په دغه پلاوي کې د اردن، مصر، اندونزیا او فلسطین د بهرنیو چارو وزیران او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان سرمنشي شامل وو.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۲۱ مه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د ياد سفر په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، د چين د دولت مرستيال رئيس هان جنګ او خارجه وزير وانګ يي په جلاجلا توګه د ياد پلاوي له غړو سره خبرې وکړې.

ماو نينګ وويل، ياد پلاوی د فلسطين مسئلې د منځنګړيتوب لپاره بهرنيو هېوادونو ته سفر پيل کړی او چين يې د دغه سفر لومړی منزل ټاکلی دی چې پر چين يې لوړ باور ترې ښکاريږي. چین دغه پلاوي ته خپل نظر بيان کړی، چې اړوندې خواوې دې په هراړخيزه توګه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا  او عمومي اسامبلۍ اړوند پرېکړه ليکونه عملي کړي او سمدستي اوربند وکړي. دغه راز نړيوال قانون په تېره بيا نړيوال بشري قانون دې مراعات کړي او هر هغه ترتیب چې د فلسطين پر برخليک تړلی، باید لومړی د فلسطينيانو لخوا ومنل شي او بيا وروسته عملي شي. چين به د امنيت شورا د نوبتي رئيسه هېواد په توګه په مداومه توګه له عربي او اسلامي هېوادونو سره همغږي پیاوړې کړي او زيات ګډ نظرونه به راټول کړي او د غزې د وضعيت په اړه د امنيت شورا د ارزښتناکو تدبيرونو په غوره کولو کې به همکارۍ وکړي.

ماو نينګ زياته کړه چې، د دغه پلاوي غړو د فلسطين مسئلې په اړه د چین عادلانه دريځ ستايلی او هيله يې ښودلې چې له چين سره پدې مسئله کې نږدې همغږۍ وساتي.