په بېجينګ کې د چين او ازبکستان د بهرنيو چارو وزيرانو لومړی ستراتېژيک ډيالوګ تر سره شو
CMG2023/11/22 11:21:31
شريکول:

د چين او ازبکستان د بهرنيو چارو وزيرانو لومړی ستراتېژيک ډيالوګ د نومبر په ۲۱مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شو، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د ازبکستان خارجه وزير بختيار باغتيور سيدوف پکې برخه اخيستې وه او د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د شوې مهمې اجماع د پلي کولو او د انکشافي  تګلارو د يو ځای کېدو بهير د چټکتيا په اړه يې د نظريو ژورې تبادلې کړې دي.

دواړو سیالانو يو لړ هوکړې کړي او د چين او ازبکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ستراتېژيک ډيالوګ د ميکانيزم د جوړولو اعلان يې کړی دی.

وانګ يي ويلي، چې هېواد به یې له ازبکستان سره يو ځای له ياد ميکانيزم څخه ښه ګټه پورته کړي، خپلمنځي هراړخيزې ګټورې همکارۍ به پياوړې او د چين او ازبکستان د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو چارې به ګړندۍ کړي.

وانګ يي د چين او ازبکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ستراتېژيک ډيالوګ د ميکانيزم په اړه ۴ وړانديزونه کړي دي:

۱ـ چين او ازبکستان دې د يووالي او متقابل اعتماد پر روحيې باور ولري.

۲ـ  دواړه هېوادونه دې د ګډ پرمختګ انجن جوړ کړي.

۳، دواړه خواوې دې نسل په نسل خپلمنځي دوستي ژوره کړي.

۴، دواړه هېوادونه دې سوله او ثابت وساتي.

د ازبکستان بهرنيو چارو وزير ياد ډيالوګ ته په وينا کې ويلي، چې د ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو هېوادونو همکارۍ د ازبکستان د هر اړخيز پرمختګ د چټکتيا لپاره ډېر مهم اهميت لري.

نوموړي د خپل چيني سیال له وړانديزونو سره پوره موافقه ښودلې او په خبره يې، ازبکستان به له چين سره د هراړخيزو همکاريو د لا ژورتيا او د خپلمنځي ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د لا پياوړتيا لپاره به ګډ کوښښونه وکړي.

(ژباړه: شکريه)