د روسيې بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د نومبر په ۲۱مې نېټې په پلازمېنې مسکو کې د عربي او اسلامي هېوادونو د خارجه وزيرانو پلاوي سره کتلي او د غزې د حالاتو په اړه ورسره غږیدلی دی.
دواړو خواوو غوښتنه کړې، چې د غزې تړانګې د حالاتو د ژر ثبات موندلو ميکانيزم جوړ شي، څو اوربند تر سره او د ولسي خلکو خونديتوب وساتل شي.
د روسيې خارجه وزارت په همدې ورځ پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې سيرګي لاوروف په ۲۱مې نېټې د سعودي عربستان، مصر، اندونيزيا، اردن او فلسطين د خپلو سيالانو او د اسلامي همکارۍ سازمان د سکريټر په شمول د عربي او اسلامي هېوادونو د خارجه وزيرانو له پلاوي سره کتلي او د غزې تړانګې د حالاتو په اړه يې ورسره د نظريو تبادلې کړې دي.
دواړو خواوو د هر ډول ترهګرۍ سخته غندنه کړې او ډله ييزه سزا او پر ملکي تاسيساتو زورزياتی یې د نه منلو وړ بللی دی.