بېجينګ د حماس او اسرائيلو ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ
CMG2023/11/22 16:19:36
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۲۲ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د حماس او اسرائيلو ترمنځ د اوربند هرکلی څرګند کړ.

نوموړې وويل، چين د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د روان پړاو د شخړې له پيل راهيسې همېشه له ښکيلو خواوو څخه د اوربند غوښتنه کړې او د وضعيت د ارامولو او عامو خلکو ته د بشري مرستو لپاره يې هلې ځلې کړې دي.

نوموړې زياته کړه، چې هېواد يې د ښکيلو خواوو ترمنځ د لنډمهاله اوربند د هوکړې هرکلی کوي او هيله لري چې دغه هوکړه به د بشري بحران په هوارولو او د وضعيت په ارامولو کې مرسته وکړي.