د کانګو په پلازمینې برازاویل کې د ټېل ماټېل له امله ۳۷ کسان مړه شوي
CMG2023/11/22 10:37:19
شريکول:

د کانګو حکومت د نومبر په ۲۱مې نېټې په یوې اعلامیې کې ويلي، چې تېره شپه په پلازمینې برازاویل کې د ټېل ماټېل پېښه رامنځته شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۷ کسان مړ شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

اعلاميه وايي، چې ياده پېښه د نومبر د ۲۰مې نېټې په شپه د پلازمېنې برزاویل په یوه لوبغالي کې د سرتېريو د استخدام پر مهال رامنځته شوې او حکومت سمدستي د بیړني غبرګون ډله ورلېږلې ده.