د جنوبي افريقا پارلمان د نومبر په ۲۱مې نېټې له اسرائيل سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د ځنډولو او په دغه هېواد کې د اسرائيلي سفارت د تړلو مس
وده تصويب کړې ده.
د جنوبي افریقا پارلمان په یوې اعلامیې کې ويلي، چې دغه لايحه د حکومت د چارو په وړاندې خنډونه نه جوړوي.
د دغه هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ وزير تشاوهيني د نومبر په ۲۰مې نېټې ويلي، چې کابينې يې تر اوسه پرېکړه نه ده کړې، چې په جنوبي افريقا کې د اسرائيل سفارت وتړي او که نه.
د اسرائيل بهرنيو چارو وزارت د نومبر په ۲۰مې نېټې خبر ورکړی، چې له جنوبي افريقا څخه يې خپل لوی سفير بېرته ورغوښتی څو د فلسطين او اسرائيل تر منځ د شخړې په اړه يې د جنوبي افريقا وروستي څرګندونې ته ځواب ورکړي.
(ژباړه: شکريه)