حماس: په غزه کې د اسرائيلي ځواکونو د بریدونو له امله تر ۱۴ زرو زيات کسان وژل شوي
CMG2023/11/22 14:10:11
شريکول:

د حماس رسنيز دفتر د نومبر په ۲۱مې نېټې په یوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو  د فلسطين او اسرائيل تر منځ د روانې شخړې په درشل کې پر غزې سخت بريدونه کړي او تر ۱۴ زرو ډېر کسان يې وژلي او تر ۳۳ زرو زيات يې ټپيان کړي دي، چې په وژل شويو کې له ۵۸۴۰ زیات ماشومان او تر ۳۹۲۰ زیاتې ښځې شاملې دي.

اعلاميه وايي، چې د اسرائیلي ځواکونو د يادو بريدونو له امله تر دې دمه له ۶۸۰۰ زیات کسان تری تم دي او په غزې کې يې ۶۰ سلنه استوګنځي بشپړ ويجاړ او زيانمن کړي دي.