د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د نومبر په ۲۰مې نېټې په پلازمېنې کيف کې د امريکا له دفاع وزير لويډ اوستين سره کتلي او د اوکراين د وضعيت، پوځي مرستو او د تور سمندر د امنيتي حالت په اړه يې ورسره بحثونه کړي دي.
د اوکراین ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ پر خپلې ویبپاڼې خبر ورکړی، چې زيلينسکي د اوکراین د دفاعي چارو ارګان له ۱۷مې غونډې مخکې کيف ته د لويډ اوستين سفر ډېر مهم او لازم ګڼلی دی او اوکراين ته د امريکا او نورو ملګرو لخوا د وسلو برابرولو پر اهميت يې ټينګار کړی دی.
اوستين له ولسمشر زیلینسکي سره تر لېدنې وروسته پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړی، چې امريکا او ملګري هېوادونه به یې د اوکراین بيړنيو جنګي او اوږدمهالو دفاعي اړتياوو پوره کولو ته دوام ورکړي.
(ژباړه: شکريه)