روغتیا نړیوال سازمان په غزه کې پر اندونیزيا روغتون د برید په اړه حيرانتيا څرګنده کړې
CMG2023/11/22 11:00:49
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۲۰مې نېټې د غزې په شمال کې پر اندونيزيا روغتون د بريد له امله حیرانتيا څرګنده کړې او له ټولو خواوو يې غوښتي، چې نړيوال بشري قانون ته درناوی وکړي او پر طبي تاسیساتو دې بريدونه نه کوي.

ياد سازمان په یوې اعلامیې کې ويلي، چې د اکتوبر له ۷مې نېټې راهيسې د غزې په شمال کې پر اندونیزیا روغتون پنځه ځلې بريدونه شوي او سخت زيانمن شوی دی.

ياد روغتون څو اوونۍ وړاندې د تېلو او برېښنا د نشتوالي له امله خپلې چارې ځنډولې وي او اوس هم د اوبو او لومړنيو او اساسي درملو له سخت کمښت سره دی او دمګړې پکې يوازې اساسي خدمتونه ترسره کيږي.

روغتیا نړیوال سازمان په يادې اعلاميې کې ويلي، چې د جنګ ښکېلې خواوې بايد له دغسې وېروونکو بریدونو څخه ډډه وکړي او طبي کارکوونکو او ملکي وګړيو ته بايد ځانګړې پاملرنه وکړي.