په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال استازي ګنګ شوانګ د نومبر په ۲۱مې نېټې د روسيې او اوکراين د شخړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې د نړيوالې ټولنې د سولې غوښتنې ته فعال ځواب ووايي او په تدريجي ډول دې د سولې خبرو د بيا پيل لپاره شرايط برابر کړي.
ګنګ شوانګ د امنيت شورا غونډې ته د اوکراين د بشري مسئلې په اړه وینا کړې ده.
نوموړي ويلي، چې امنيت شورا په روانې مياشت کې څو ځلې د اوکراين مسئلې په پار غونډې کړي او دغه مسئله يې تر سنجش لاندې نېولې ده.
ګنګ شوانګ ويلي، د چين دريځ مثبت او تل يې د عدالت لوری نيولی دی، د سولې او ډيالوګ پرمختګ ته ژمن دی او په شخړو کې د اوربند او د جګړي د پای ته رسولو هڅې کوي.
نوموړي پر نړيوالې ټولنې او بشري ارګانونو غږ کړی، چې د بشريت، بې طرفۍ، عدالت او خپلواکۍ د اصولو په رڼا کې جنګ ځپلو سره زياتې مرستې وکړي، په جنګ ځپلو هېوادونو کې دې د ملکي بنسټيزو تاسيساتو بيارغونه ګړندې کړي، د اغېزمنو خلکو لپاره دې د ژمنيو توکو او د تودخې تجهیزات برابر کړي او د بې کوره خلکو ساتنه دې وکړي.