د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۲۲مې نېټې له سينګاپوري سیال ويويان بالاکريشنان سره ټليفوني خبرې کړي او د دواړو هېوادونو په اړيکو ورسره غږیدلی دی.
ويويان ويلي، سينګاپور غواړي له چين سره د خلکو د تګ راتګ د پياوړتيا لپاره نوي تدبيرونه ونيسي او د دواړو هېوادونو تر منځ الوتنې زياتې کړي.
نوموړي ويلي، چې سينګاپور به له چين سره د دوه اړخيز همکاريز ميکانيزم رول پياوړی کړي او خپلمنځي همکارۍ به ورسره نورې هم ډېرې کړي.
وانګ يي ويلي، چين به له سينګاپور سره د دواړو هېوادونو د خلکو د تګ راتګ د بيا پياوړتيا لپاره اسانتياوې برابرې کړي او خپلمنځي همکارۍ به يې لوړې کچې ته پورته کړي.
نوموړي ويلي، دواړه خواوې بايد د چين او سينګاپور د دوه اړخيز همکاريز ميکانيزم په رڼا کې خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي او بايد ښې لاسته راوړنې ولري.