د فلسطين او اسرائيلو مسئله کې د چين حل پلان ولې د نړيوالې ټولنې لخوا ستایل شوی؟
CMG2023/11/23 15:02:27
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۱ مه د فلسطين او اسرائيلو د مسئلې په اړه د بريکس هېوادونو د مشرانو په ځانګړې وېډيويي سرمشريزه کې وينا وکړه. د مصر د هرم ورځپاڼې د کالم ليکوال جباره د شي جين پینګ له وينا وروسته سي اېم جي ته وويل، چې چين د فلسطين او اسرائيلو په مسئله کې عادلانه دريځ لري او عربي او اسلامي هېوادونه یې ستایي.

د فلسطين او اسرائيلو د روان پړاو شخړه کابو يوه مياشت دوام لري او د ۱۵۵۰۰ کسانو ژوند يې اخيستی چې پکې ۵۸۰۰ ماشومان هم شامل دي.  د چين دولت رئيس شي جين پينګ يادې سرمشريزې ته په وينا کې درې مهم او بېړني اقدامات وړاندې کړي، چې د شخړو ښکېلې خواوې باید سمدستي اوربند وکړي، د بشري مرستو د لېږدولو بهیر باید پرانیستی وساتي او د شخړې د پراخېدو مخه باید ونيسي. نوموړي اشاره وکړه چې د دوو هېوادونو پلان د فلسطين او اسرائیلو ترمنځ د مکررو او مسلسلو شخړو د حل اصلي لار ده.

چین له منځني ختيځ لرې دی، خو تل يې ستونزو ته پاملرنه کوي. شي جين پینګ په ۲۰۱۳م او ۲۰۱۷م کال کې د فلسطين او اسرائيلو د مسئلې د حل لپاره څلور فقره ييز وړانديز وکړ او د روان کال په جون کې يې د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره په خبرو کې درې فقره ييز وړانديز وکړ او بیا وروسته يې د مصر له صدراعظم سره په خبرو کې هم د چين اړوند دریځ بيان کړ. د دغې مسئلې په اړه د چين د تګلارو اصلي محتويات نه دي بدل شوي او هغه دا دي چې د شخړو ښکېلې خواوې اوربند، د سولې خبرو او د دوو هېوادونو پلان عملي کولو ته وهڅوي.

د فلسطين او اسرائيلو د مسئلې په اړه د بريکس هېوادونو د مشرانو له وېډيويي ځانګړې سرمشريزې ورځ مخکې د عربي او اسلامي هېوادونو د خارجه وزيرانو  ګډ پلاوي د دغې مسئلې د منځګړيتوب په موخه بهرنيو هېوادونو ته سفر پيل کړی او چين يې د سفر لومړی منزل ټاکلی دی چې پر چين يې لوړ باور ترې څرګند شوی هم دی.

د يوګوف (YouGov) د نظرپوښتنو بنسټ د روان کال په مې کې د يوې سروې نتيجه خپره کړې چې له مخې يې ٪ ۸۰ فلسطينيان چين د فلسطین او اسرائیلو د شخړو مناسب منځګړی ګڼي. ولې د چين دریځ د شخړو د ښکېلو خواوو او نړيوالې ټولنې لخوا منل شوئ؟ لامل يې دا دی چې چینايان سوله خوښوونکي او د تاوتريخوالي مخالف دي او تل عدالت ساتي. د فلسطين او اسرائيلو د شخړو په اړه د چين دريځ د امريکا له دريځ سره توپير لري، چين خپلې شخصي ګټې نه لټوي او په دواړو خواوو کې توازن ساتي، دغه راز د زړه له کومې هيله لري چې دواړه خواوې اوربند وکړي او په سوله کې ګډ ژوند وکړي. څېړونکي وايي، چې چین د فلسطين او اسرائيلو ګډ دوست دی او نه یوازې د فلسطينیانو د ژوند، د هېواد د جوړولو او نورو حقونو ته، بلکې د اسرائيلو ژوند او امنيت ته هم  پاملرنه کوي. د امریکا د ډيپلوماټ (The Diplomat) مجلې په يوه ليکنه کې چين رښتينی بې طرفه خوا بللې ده.

چين د فلسطين او اسرائیلو ترمنځ د شخړو د ارامولو لپاره هم هڅې کوي. د دغه هېواد د دولت رئیس شي جين پينګ د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره په دې اړه خبرې کړې دي، د چین خارجه وزير د یو شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له خارجه وزيرانو او مسئولينو سره د نظريو تبادلې کړې، د منځني ختيځ په اړه د چين د حکومت ځانګړي استازي مصر، قطر او يو شمېر نورو هېوادونو ته سفر کړی او د فلسطين مسئلې په اړه د قاهرې سرمشريزې کې یې ګډون کړی و. سربېره پردې، چين د فلسطين د ملي واکمنۍ ادارې او د ملګرو ملتونو د ارګانونو له لارې ۲ ميليونه امريکايي ډالره بېړنۍ مرستې برابرې کړې او د مصر له لارې يې غزې ته ۱۵ ميليونو يوانو په ارزښت خوراکي توکي، درمل او نورې بېړنۍ مرستندوی توکي ورکړي او ژمنه يې کړې چې د غزې د اوسېدونکو د اړتياوو له مخې به ورسره مرستو ته دوام ورکړي.

چين د روانې مياشتې په لومړۍ نېټې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د نوبتي رئيسه هېواد په توګه دنده پيل کړه او وروسته يې په منځګړيتوب امنيت شورا د همدې مياشتې په ۱۵ مې نېټې د فلسطين او اسرائيلو د مسئلې په اړه ۲۷۱۲م پرېکړه ليک تصويب کړ. دا د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د روان پړاو شخړو له پيل راهيسې د دې مسئلې په اړه د امنیت شورا لومړی پرېکړه ليک دی، همداراز له تېرو اوو کلونو راهيسې د دې مسئلې په اړه د امنيت شورا لومړی تصويب شوی پرېکړه ليک هم دی. دغه پرېکړه ليک بشري وضعيت ته ډېره پاملرنه کړې، د جګړې له امله د زيانمنو ماشومانو په خوندي ساتلو يې ټينګار کړی او په ټولې غزې کې د اوربند غوښتنه يې کړې ده. د څېړونکو په اند، دغه پرېکړه ليک په اسانۍ نه دی تصويب شوی او چين په دې جريان کې ډېرې هڅې کړې او له دې څخه يو ځل بيا دا څرګندېږي چې چین تل د نړیوالې سولې او نړیوال نظام ساتونکی دی.

د بېلابېلو خواوو په ګډو هڅو پر ځايي وخت د روانې میاشتې په ۲۲ مې نېټې د اسرائيلو حکومت او حماس په جلا جلا توګه د خپلمنځي څلور ورځني اوربند اعلان وکړ. خو لنډمهاله اوربند ستونزه له ريښې نه شي حلولی،  د امنيت شورا ۲۷۱۲م پرېکړه ليک باید ژر تر ژره په رښتيني توګه عملي شي او فلسطين او اسرائيل او نړيواله ټولنه دې د چين لخوا وړاندې شوی پلان وارزوي.