امريکايي ځواکونو پر عراقي ملېشو بريد کړی، ۱۴ کسانو ته یې مرګژوبله اړولې
CMG2023/11/23 11:00:40
شريکول:

د عراقي ملېشو " د خلکو خوځښت سازمان" د نومبر په ٢٢مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې امريکايي ځواکونو په همدې ورځ د عراق پلازمېنې بغداد ته څېرمه د دغه سازمان پر يوې اډې هوايي بريد کړی، چې له امله يې ٨ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د عراق د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي، له نوم اخيستلو يې ډډه کړې، خبري رسنيو ته ويلي، چې يوې امريکايي بې پېلوټه الوتکې د عراق د " كتائب حزب الله " پر یوې اډې برید کړی دی.

كتائب حزب الله د عراقي ملېشو " د خلکو خوځښت سازمان" يوه فرعي څانګه ده.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې ياد بريد يې د تهران او د ايران ملاتړو وسله والو سازمانونو د هغو بريدونو په غبرګون کې کړی، چې د امريکا او ملګرو هېوادونو پر ځواکونو يې کړي وو.

(ژباړه: شکريه)