شي جين پينګ د ډيجيټلي سوداګرۍ دویم نړيوال نندارتون ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2023/11/23 15:03:12
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۲مې نېټې د ډيجيټلي سوداګرۍ دویم نړيوال نندارتون ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

نوموړي نړيواله ډيجيټلي سوداګري د ودې په حال کې بللې او په خبره يې، دغې سوداګرۍ په نړيوالو معاملو کې نوی انکشافي ځای خپل کړی دی.

چين په دې وروستيو کلونو کې خپله سوداګريزه پالیسي د نړيوال اقتصاد او تجارت له لوړو معيارونو سره برابره کړې، د ډيجيټلي سوداګرۍ اداري سيسټم يې جوړ او بشپړ کړی، د ډيجيټلي سوداګرۍ اصلاحاتو، نوښت او پرمختګ ته يې وده ورکړې او په نویو پرمختګونو يې نړۍ ته نوي انکشافي فرصتونه برابر کړي دي.

شي جين پينګ هيله ښودلې، چې بېلا بېلې خواوې له ياد نندارتون څخه پوره ګټې پورته کړي، د خپلمنځي همکاريو په اړه بحثونه وکړي، په ګډه پرمختيا ته وده ورکړي او يو له بل سره يې پايلې شريکې کړي او ډيجيټلي سوداګري د ګډ پرمختګ د نوي انجن په توګه جوړه او نړيوال اقتصادي پرمختګ ته نوي خوځنده قوتونه برابر کړي.

د ډيجيټلي سوداګرۍ سږنی نړيوال نندارتون (( ډيجيټلي سوداګري نړۍ سره نښلوي)) په عنوان د نومبر په ۲۲مې د چين د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې پرانېستل شوی دی.

دغه نندارتون د جه جيانګ ولايتي حکومت او د چين د سوداګرۍ وزارت په ګډې همکارۍ جوړ شوی دی.

(ژباړه: شکريه)