سوریه: اسرائيل د دمشق پر شاوخوا سيمو هوايي بریدونه کړي
CMG2023/11/23 11:03:56
شريکول:

د سوریې ځواکوانو د نومبر په ۲۲مې نېټې په یوې اعلامیې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې په ماسپښین د سوريې پلازمینې دمشق پر شاوخوا سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

اعلاميه وايي، چې اسرائيلي ځواکونو د روانې میاشتې په ۲۲مې نېټې د ماسپښين په ۳ بجو او ۱۵ دقيقو د ګولان له لوړو څخه د دمشق په شاوخوا سیمو دوه توغندي ويشتلي، چې يو يې د سوريې هوايي دفاع سيسټم له خوا په هوا کې شنډ شوی دی. د دغه بريد له امله ځينې تاسیسات ويجاړ شوي دي.

په اعلاميې کې په ياد بريد کې د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.