د نومبر په ۲۲مې نېټې، د امريکا او کاناډا پولې ته نږدې په رينبو برج کې موټرچاودنه شوې، چې له امله يې ۲ تنه وژل شوي او يو تن ټپي شوی دی.
امريکايي رسنيو ويلي، چې ياده چاودنه د رینبو برج امريکايي لوري کې شوې ده.
عیني شاهدانو ویلي، چې موټر په تېز سرعت روان و او له سرحدي ګارډريل سره تر لګېدو وروسته يې چاودنه کړې ده.
له پېښې وروسته، د رينبو برج او نیاګرا سیمې نور ۳ سرحدي پلونه او د نیویارک ایالت د بفیلو نیاګرا نړیوال هوايي ډګر هم تړل شوي وو.
(ژباړه: شکريه)