اسرائيل او حماس په ۴ ورځني اوربند موافقه وکړه
CMG2023/11/23 15:13:16
شريکول:

د اسرائيل حکومت د نومبر د ٢٢مې نېټې په سهار وختي اعلان کړی، چې له حماس سره يې د بنديانو د تبادلې هوکړه کړې ده.

د اسرائيل حکومت ويلي، حماس به د دغه ۴ ورځني اوربند په بدل کې لږ تر لږه ۵۰ توقيف شوې اسرائيلي ښځې او ماشومان خوشې کړي.

حماس هم د همدې نېټې په سهار یوې بیانیې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونه به د هوکړې له مخې، د غزې تړانګې په " ټولو سیمو" کې " پوځي عملیات" ځنډ کړي او په سلګونو موټرو ته به اجازه ورکړي، چې د غزې تړانګې " ټولو سیمو" ته بشري مرستې ورسوي.

(ژباړه: شکريه)