د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۲۲مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د فرانسې د بهرنيو چارو وزيره کترين کولونا به د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بلنه د نومبر په ۲۳مې نېټې له چين څخه دوې ورځنۍ لېدنه وکړي او هلته به د چين او فرانسې ترمنځ د انساني تګ راتګ او کولتوري تبادلې د لوړپوړي ميکانيزم په شپږمې غونډې کې برخه واخلي.
(ژباړه: شکريه)