د کوريا جمهوريت صدراعظم هان دوک سو د نومبر په ٢٢مې نېټې په پلازمېنې سيول کې د دولتي شورا د يوې غونډې مشري کړې او د رايګيرۍ له لارې يې د " پان مون جويم نظامي سیمې تطبیق تړون" د یوې برخې ځنډول تصویب کړي دي.
هان دوک سو په همدې ورځ په يادې غونډې کې ويلي، چې د کوريا جمهوريت او ډيموکراتيکې کوریا ترمنځ د باور فضا د رامنځته کولو په موخه یې د دغه تړون څو مادې ځنډولې دي.
نوموړي ويلي، چې کوريا جمهوريت به د دواړو هېوادونو تر منځ د پوځي کرښې په اوږدو کې سمدستي د څار فعالیتونه بيا پيل کړي او د ډيموکراتيکې کوريا د خطرناکو اهدافو د پېژندنې او ځواب ورکولو په برخه کې به خپل مهارتونه پياوړي کړي.
(ژباړه: شکريه)