شي جين پينګ د يوراګوی له ولسمشر سره وکتل
CMG2023/11/23 10:22:44
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۲۲مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د يوراګوی له ولسمشر لويس البيرتو لاکالې سره کتلي دي.   

دواړو مشرانو د چين او يوراګوی ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو اعلان کړی دی.

شي جين پينګ له لويس البيرتو سره د کتنې په ترڅ کې څرګندې کړې، چې ۲۰۲۳م کال د چين او يوراګوی ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۳۵مې کليزې او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په وړانديز کې د يوراګوی د شاملېدو له ۵مې کليزې سره برابر دی او په خبره یې، دواړه خواوې دې د کلتور او سپورټ په شمول ځينو برخو کې انساني تګ راتګ زيات او اړوندې اسانتياوې دې برابرې کړي.

د نوموړي په وينا، چين به د يوراګوی ځوانانو ته د زده کړو زيات سګالرشيپونه برابر کړي.

ولسمشر البيرتو لاکالې په خپلو خبرو کې ويلي، چې له چين سره د يوراګوی د اړيکو پر له پسې ژورتيا د دغه هېواد د خلکو او مختلفو ټولنو ګډه هيله ده.

نوموړي ويلي، چې هېواد یې په نړۍ کې يوازې يو چين پېژني او د ازادې سوداګرۍ په برخه کې به ورسره خپلې همکارۍ چټکې کړي او د جنوبي هېوادونو د ګډ بازار د جوړولو موخې په لور به ګړندي ګامونه پورته کړي.