د چين صدر اعظم لي چيانګ د نومبر د ۲۲مې نېټې په شپه له بېجينګ څخه د شلو هېوادونو ډلې په انلاين سرمشريزه کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي په خپلې وينا کې ويلي، چې مونږ بايد پرمختګ او اړوندو همکاريو ته لومړيتوب ورکړو او د نړيوال اقتصاد قوي، دوامدار، برابر او ټولشموله پرمختګ بايد وهڅوو او په سياسي او امنيتي ستونزو کې بايد د پرمختيايي مسئلو له بدلېدو سره مخالفت وکړو.
نوموړي ويلي، چې بېلا بېل هېوادونه دې د واقعي لاسته راوړنو په پار په لا اغېزمنو اقدماتو د نوي ډيلي د سرمشريزې اجماع پلې کړي او دغه راز مختلفې خواوې دې خپلمنځي همغږي لا پياوړې کړي، څواړخيزم ته دې پرمختګ ورکړي، د عمومي تګلارو په برخه کې دې لا زياتې همکارۍ وکړي او د سوداګرۍ نړيوال سازمان او د پيسو نړيوال صندوق په اصلاحاتو کې دې د پرمختيايي هېوادونو اندېښنو ته ډېره پاملرنه وکړي.
په يادې انلاين سرمشريزې کې د شلو هېوادونو ډلې غړو، مېلمنو هېوادونو مشرانو او د اړوندو نړيوالو سازمانونو مسؤلينو ګډون کړی و.