د چين د نړيوالې سوداګرۍ هڅونکې کميټې مرستيال جانګ شاو ګانګ د نومبر په ۲۴مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد صدراعظم لي چيانګ به د نومبر په ۲۸مې نېټې په بېجينګ کې د عرضې ځنځير د لومړي نړيوال نندراتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.
صدراعظم لي چيانګ به د دغه نندراتون د عرضې نړيوال ځنځير د نوښت او پرمختګ فورم او نورو اړينو فعاليتونو کې هم برخه واخلي.
(ژباړه: شکريه)